د چین سوداګرۍ وزارت د اګست په ۳۱مې یو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د سږ کال په تېرو ۷ میاشتو کې د چین خدمتي سوداګري مخ په زیاتېدو ښودل شوې ده.
شمېرې ښيي، چې په يادې مودې کې د چين د خدماتو وارداتي او صادراتي عمومي ارزښت ۳۶۶ ټریلیونه، ۶ میلیارده او ۹۱۰ میلیونه یوانه و، چې دغه شمېر له شاوخوا ۵۲۴ میلیارډو امریکايي ډالرو سره برابر دی او د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۸،۱ سلنه زیاتوالی ښيي.
شمېرې ښيي، چې د سږ کال په تېرو ۷ میاشتو کې د چین د خدماتو صادراتي ارزښت ۱۵۳ ټریلیونه او ۸،۵ میلیارډه یوانه و، چې دا د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۶،۳ سلنه ټیټوالی ښيي او وارداتي ارزښت يې ۲۱۲ ټریلیونه، ۸ میلیارډه او ۴۱۰ میلیونه یوانه ښودل شوی، چې دا بیا ۲۱،۶ سلنه زیاتوالی ښيي او په خدماتي سوداګرۍ کې يې منفي بېلانس ۵۸ ټریلیونه، ۹ میلیارډه او ۹۱۰ ملیونو یوانو ته رسېدلی دی.
(هیله)
































