د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اګست په ۳۱ مې نېټې د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل چې چين به د روان کال په اکتوبر کې په بېجينګ کې د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ درېیم سرمشريز فورم کوربتوب وکړي، دغه فورم به نه يوازې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د طرح کېدو د ۱۰ مې کليزې په وياړ جوړ شي، بلکې د بېلابېلو خواوو ترمنځ د اړوندو همکاريو په اړه به د سلامشورې لپاره مهم ډګر وګرځي.
د معلوماتو له مخې، چين له ۱۵۰ هېوادونو او ۳۰ نړیوالو سازمانونو سره د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په اړه تړونونه لاسليک کړي چې په رڼا کې يې څه باندې ۳۰۰۰ پروژې رامنځته شوې دي.
































