له بهر نه چین ته د ستنېدونکيو چینایانو او د دوی د خپلوانو د استازو غونډه د اګست په ۳۱مه په بېجينګ کې پرانيستل شوه. د چين د کونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئيس شي جين پينګ په دغه غونډه کې ګډون کړی و.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو د دايمي کمېسيون غړي لي شي د دغې مرکزي کمېټې په استازيتوب نوموړې غونډې ته وينا وکړه.
لي شي په خپله وينا کې وويل، چې له بهر نه چین ته ستنېدونکي چینایان او په بهر کې اوسېدونکي چينايان تل له وطن او وطنوالو سره ولاړ دي او د چين د اقتصادي پرمختګ، د بېوزلۍ د مخنيوي، د کرونا وبا ضد د مبارزې، ورخلاصون، د هانکانګ او مکاو د دايمي سمسورتيا او ثبات د خونديتوب او د دولتي وحدت د هڅولو لپاره يې مثبت خدمتونه کړي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په هره برخه کې د سوسياليزم د عصري او ځواکمن هېواد ابادول او د دويمې سل کلنۍ موخې پوره کول د چين د کمونېست ګوند مرکزي دندې دي او په کور او بهر کې د ټولو چينايانو ګډو هڅو ته اړتيا لري.
































