د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د اګست په ۳۱مه په يوه غونډه کې (( د چارواکو د تعليم او روزنې د چارو مقررات)) او (( له ۲۰۲۳م کال څخه تر ۲۰۲۷م کال پورې د چارواکو د تعليم او روزنې ملي پلان )) تر غور لاندې نيولی. شي جين پينګ د دغې غونډې مشري وکړه.
په دغه غونډه کې وويل شول، چې د تعليم او روزنې له لارې دې د لوړ کيفيت لرونکو چارواکو يوه ډله جوړه شي، چې په سياست کې د اعتبار وړ وي، د نوې زمانې له غوښتنو سره سمون او د سوسياليزم د عصري کېدو ابادۍ په چارو کې د لارښوونې توان ولري.































