د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د دوهمې په سهار د ۲۰۲۳م کال د نړيوالې خدمتدي سوداګرۍ نندارتون د نړيوالې خدمتي سوداګرۍ سرمشريزې ته ويډيويي وينا وکړه.
شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، چې خدمتي سوداګري د نړيوالې سوداګرۍ مهمه برخه او خدمتي چارې د نړيوالې اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ مهمه برخه ده. د نړيوالې خدمتي سوداګرۍ او د خدمتي چارو د همکارۍ پرمختګ، د ډيجيټلي کېدو، ځيرک کېدو او زرغون کېدو بهير چټکوالي او د ټېکنالوژیو، صنايعو او موډلونو نوښتونو د اقتصاد د نړيوال کېدو او د نړيوال اقتصا د احيا لپاره قوي خوځنده ځواک برابر کړی.
شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې سږ کال د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د تطبيق له ۴۵مې کليزې سره برابر دی او چين به د لوړې کچې ورخلاصون لا پياوړی کړي، د لوړ کیفیت د پرمختګ له لارې د چيني شکله عصري کېدو بهير پرمخ بوزي او نورو هېوادونو ته به د همکاريو نوي فرصتونه برابر کړي.
شي جين پينګ زياته کړه، چې چين به د پرمختګ لا پرانيستی او ټولشموله چاپيريال جوړ ، له نورو هېوادونو سره به د ګډو ګټو همکارۍ لا پياوړې ، د نوښت په خوځنده ځواک به د پرمختګ پر لارې ټينګار وکړي او له نورو هېوادونو سره به د چيني شکله عصري کېدو لاسته راوړنې شريکې کړي.
شي جين پينګ د خپلې وينا په پای کې پر دې ټينګار وکړ، چې ورخلاصون به نړيوال اقتصاد سمسور او بند به نړيوال اقتصاد کمزوری کړي. نوموړي له نړۍ څخه غوښتنه وکړه، چې د ازادې سوداګرۍ او څواړخيز سوداګريز نظام د خونديتوب لپاره ګډې هڅې وکړي، د نړيوالې خدمتي سوداګرۍ د پرمختګ له فرصت څخه ګټه واخلي او په ګډه ښه او سمسور راتلونکی اباد کړي.
































