د چین صدراعظم لي چيانګ د سپتمبر په لومړۍ نېټه بېجينګ کې د پيسو نړیوال صندوق له مشرې کريستالينا ګيورګيوا سره ولیدل.
لي چيانګ په دې ليدنه کې وویل، چې سږکال د چین اقتصاد مخ په ښه کېدو روان دی او د لوړوالي تمايل ښکاري. هېواد يې له دې سازمان سره د همکارۍ پياوړتيا غواړي او ورڅخه ملاتړ کوي، چې په نړيوالې ادارې کې مهم رول ولوبوي.
ګيورګيوا وویل، چې د چين اقتصادي پرمختګ په نړیواله اقتصادي ښېرازۍ کې یو پر درېيمه برخه نيولې. سازمان يې د اقتصادي پرمختګ لپاره د چین د تدبيرونو، د منځنيو او ټيټ عايد لرونکو هېوادونو د پرمختګ لپاره د چین د مرستې او د نړیوال اقتصادي پرمختګ لپاره د چين د غښتلې لارښوونې ستاينه وکړه. دې زیاته کړه، چې د پيسو نړيوال صندوق غواړي له چين سره همکارۍ لا ټينګې کړي.
































