د لغمان د پېښو پروړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په یوشمېر سیمو کې د تېرې شپې د سختو بارانونو له کبله خلکو ته مالي او ځاني زیانونه آوښتي دي. د لغمان د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي رییس خیرمحمد غازي ویلي، چې د یاد ولایت د مرکز اړوند ګلارام سیمه کې د بارانونو او سیلابونو له امله د یوې میرمنې په ګډون ۶ تنه ټپیان شوي او ۲۵ کورونه یې ویجاړ شوي دي. غازي زیاتوي چې د الینګار ولسوالۍ په ګمبه، د مرکز په ګلارام او حیکم اباد سیمو کې ۸۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه هم د سېلابونو راوتو له امله له منځه تللې او فصل یې خراب شوی دی. بل لور ته د یادو سیمو اوسیدونکي بیا وایي چې د ځمکې د له منځه تلو ترڅنګ د تګ راتګ لارې هم د سېلابونو له امله خرابې شوي، چې تلل راتلل پرې ستونزمن شوي دي.
































