د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر هایکو ماس سره تلیفوني خبرې کړې دي. په دې خبرو کې هایکو ماس ویلي چې په افغانستان کې له سیاسي لارو د جګړې د پای ته رسېدو ملاتړ کوي او باید دلته روان تاوتریخوالی ختم شي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد په خبره، هایکو ماس ویلي چې د افغانستان سولې په برخه کې بشپړ همکار دي او که ددواړو هېوادونو موافقه وي نو جرمني تیار دی چې د سولې په مسئله کې له ښکېلو هېوادونو سره په مشوره د بین الافغاني خبرو کوربه توب وکړي.
































