کندهار کې د نږدې شپږ میلیونه ډالرو په لګښت د روب جوړولو کارخونې فعالیت پیل کړی دی. د ایبک صافي په نوم له رومیانو څخه د روب جوړونې د کارخونې مسوول وايي، کارخونه یې په ۲۴ ساعتونو کې د ۳۵۰ ټنه تولید وړتیا لري. خو د رومیانو د کمښت له امله یې، اوسمهال ورځني تولیدات ۱۰۰ ټنو ته رسېږي. نوموړی زیاتوي په همدې کارخونه یې څه کم شپږ میلیونه ډالره پانګونه کړې، چې د تولیداتو کیفیت یې بې ساری دی او له همدې برکته د هېواد د ټولو ولایتونو په نمایندګیو کې د دوی تولیدات ښه بازار لري. هغه وویل، داخلي صادرات یې پوره کړي خو اوس کار پر دې روان دی، چې قزاقستان، ایران، هند، پاکستان، او روسیې ته هم صادرات ولري. د یادې کارخونې مسوول وايي، چې رومیان د کندهار تر څنګ له هلمند، فراه، لوګر، غزني، وردګو او نورو ولایتونو څخه اخلي او تر ډېره توانېدلي چې د یادو سیمو له کروندګرو سره له همدې لارې د رومیانو په پلورلو کې یو ډول همکاري وکړي.
































