د فراه ولایت د مرکز اړوند د کډوالو په ښارګوټي کې د ۶۲ میلیونه افغانیو په لګښت څه د پاسه ۱۰۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبو برابرولو په موخه د ابو رسولو شبکه فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس مفتي محمد نسیم سرهنګ د یادې شبکې د پرانیستې پرمهال ویلي، چې د یادې شبکې رغنیزې چارې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او څارنې لاندې د همکارو موسسو په مالي او تخنیکي مرسته بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د سرهنګ په وینا د اوبو رسولو یاده شبکه د ۶۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰ میاشتو په موده کې د ۱۰۳ او ۱۲۰ مترو په ژوروالي د دوو څاه ګانو په درلودلو، د ۴۰زره مترو په اوږدوالي جوړه او د کډوالو ښارګوټي اړوند ۱۰۹۷ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې.
































