بهرنیو چارو وزارت وایي په پوره قوت د سولې له رامنځ ته شوي فرصت ملاتړ کوي. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې سوله د افغان حکومت لومړیتوب ده او په دې برخه کې ټول حکومت په تېره بهرنیو چارو وزارت پراخې هڅې کوي. دده په خبره تر اوسه ۱۲ هېوادونو د بین الافغاني خبرو کوربه توب ته تیاری ښودلی دی. هغه وایي له دې هېوادونو دوه یې اروپايي او نور په سیمه کې دي. اتمر زیاته کړې هېڅ لوری باید د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړي او باید دلته روانه جګړه د خبرو پر مټ ختمه کړل شي. اتمر همدا راز وویل چې د سولې بهیر او د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه د نړیوالې ټولنې له ملاتړه برخمنه ده او دوی یې عملي کول غواړي. اتمر همدا راز وایي چې د طالبانو ۴۴۰۰ بندیان د افغان حکومت له لوري خوشي کړل شوي دي او دغه راز شپږ سوه نور بندیان یې جدي قانوني مشکلات لري چې له طالبانو یې په بدل کې بل لېست غوښتل شوی دی.
































