د ۲۰۲۳م کال د نړيوالې خدمتي سوداګرۍ نندارتون د سپتمبر په ۲مه نېټه په رسمي ډول په بېجينګ پرانستل شو. په دې نندارتون کې ملي نندارتونونه، د بېلا بېلو ولايتونو او ښارونو او هانکانګ، مکاو او تايوان نندارتونونه او د کلنۍ موضوع ځانګړی نندارتون شتون لري چې په کې د نړيوالې خدمتي سوداګرۍ د ۱۲ عمده برخو ځانګړی غوره والی او وروستۍ لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې شوې. د چین د بېجينګ د شو ګانګ په پارک کې ۹ ځانګړي نندارتونونه روان دي او د پولي ټېکنالوژۍ، طبي روغتيا، کلتوري نوښت په برخو کې يو لړ نوي توليدات او تخنيکونه نندارې ته وړاندې شوي.
د نوموړي نندارتون په څنډه کې د ۲۰۲۳م کال د چين د برېښنايي سوداګرۍ غونډې او د ۲۰۲۳م کال د نړيوالو سيلانيزو چارو د همکارۍ او پرمختګ غونډې په شمول یو شمېر اړوندې غونډې او فعالیتونه هم تر سره شوي دي. د ۲۰۲۳م کال د نړيوالې خدمتي سوداګرۍ نندارتون کې د بېجينګ او تيان جين ښارونو او هه بې ولایت د پانګونې د ترويج په فعالیت کې د ۱۰۴،۵۴۷ مليارډو يوانو په ارزښت ۵۱ سترې پروژې په بريالۍ توګه لاسليک کړې.




































