د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې په افغانستان کې د هرو لسو کورنیو څخه نهه یې د خوړلو لپاره پوره خواړه نه لري او اکثره ماشومان د سباناري پرته ښوونځیو ته ځي. د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې دا به ډېره مشکله وي، چې کله څوک وږی وي او سبق دې ووايي. د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د مرسته کوونکو هېوادونو او ادارو د مرستو له برکته دا پروګرام هره ورځ ۷۰۰ زرو ماشومانو ته په ښوونځیو کې پروټین لرونکي بېسکېټ ورکوي. د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې که د مرسته کوونکو هېوادونو او نړیوالو ادارو څخه لازمه بودجه ترلاسه نه کړي، نو بله میاشت کې به افغانانو سره مرستو ته دوام ورنکړی شي.
































