په دوحه کې د شخړې او بشري څېړنو مرکز، افغانستان کې تر سولې وروسته د نظام پر څرنګوالي باندې څيړنيز کار لپاره فکري خونه جوړه کړې ده. د قطر د شخړو او بشري مطالعاتو مرکز مشر سلطان برکات ویلي، د افغانستان د راتلونکي په اړه د فکر خونه له افغان سياسي او فکري شخصيتونو څخه جوړه يوه مجموعه ده چې د دوحې له تړون وروسته به په افغانستان کې د حکومتولۍ، د اساسي قانون پر بنسټ او د اسلامي اصولو په رڼا کې د بېلابېلو مسائلو په اړه څيړنې کوي او مشورې به ورکوي. په ورته وخت کې پرون په دې اړه د یاد بنسټ له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه فکري خونه ۴۵ تنه افغان پوهان، د نظر خاوندان او نور مطرح او منلي شخصیتونه راټولوي، تر څو پر هغو مهمو قضایاوو خبرې او بحثونه وکړي. خبرپاڼه کې د برکات له قوله لیکل شوي، دا د تفکر خونه به د سولې د مذاکراتو بستر نه وي، بلکې تر ډېره به د شته نظرونو پر تخنیکي او بنسټیزو اړخونو، تحلیلونه او پر پوهاوي ولاړ نظرونه ورکوي.
































