د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې د پراختیا په حال کې دي. د دغه وزارت ویاند ویلي چې له ګاونډیانو سره د افغانستان اړیکې ښې شوي او د لا پراختیا لپاره یې هڅې روانې دي. نوموړی وایي، له یو شمېر ګاونډیو هېوادونو سره بندرونه ۲۴ساعته شوي او له نورو سره هم خبرې پرې روانې دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین بیا وایي، اوسمهال افغانستان له ۷۰ هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه لري چې ډېره اندازه یې له ایران، پاکستان او هندوستان سره ده. د دغې خونې ویاند ویلي چې اوسمهال افغانستان بېلابېلو هېوادونو ته د ورځې زر لارۍ صادرات لري چې مختلف توکي په کې بار وي او دا به په روان کال کې نور هم زیات شي. نوموړی وایي، نړیوال اوس دې پایلې ته رسېدلي چې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې باید سیاسي نه شي.
































