د ایران په څو ولایتونو کې را وتلیو سیلابونو څلور کسان مړه کړي دي. د ایران د بېړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې چارواکو ویلي چې دا سلابونه د ایران د یو شمېر ولایتونو په ۱۳ ولسوالیو کې راوتلي دي چې له امله یې څلور کسان مړه شوي دي. د چارواکو په خبره، سیلابونو د ځاني زیانونو سربېره سخت مالي تاوانونه هم اړولي دي. چارواکي وایي چې ځپل شویو سېمو ته یې مرستندویه ډلې لېږلې دي.
































