د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د ملي کمېټې مرستيال مشر څونګ ليانګ د سپتمبر په ۴مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د دغه هېواد د عامه سکتورونو د سمون دفتر په يادې ملي کميټې کې د خصوصي اقتصاد پراختيايي اداره جوړه کړې ده.
نوموړي ويلي، چې ياده اداره به د خصوصي اقتصاد د پراختيا د هڅونې د ځانګړي ارګان په توګه د اړوندو تګلارو او پاليسيو همغږي پیاوړې کړي او د ګڼو اقداماتو د پلي کولو لپاره به هڅې وکړي.
څونګ ليانګ د خصوصي اقتصاد پراختیايي ادارې اصلي دندو ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، چې ياده اداره به د خصوصي اقتصاد د پراختیا وضعیت څاري، تحلیل او قضاوت به کوي، د پالیسیو او اقداماتو ترتیب او تنظیم به جوړوي، د خصوصي اقتصاد او پانګونې د ودې لپاره به پالیسۍ جوړوي، له خصوصي تصدیو سره به د اړیکو او تبادلې منظم میکانیزم رامنځته کوي، د خصوصي اقتصاد د ودې په برخه کې به مهمې مسئلې په همغږۍ حل کوي او په نړيوالو سياليو کې به د خصوصي تصديو د خوځنده ځواکونو له لوړتيا ملاتړ کوي.































