د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولین وايي چې دا مهال شاوخوا ۴۵۰۰ افغان کډوال د بېلابېلو جرمونو په تور د ایران په زندانو کې بندیان دي. د یادې ادارې ویاند محمدنسیم لالهاند له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د تېرو دوو کلونو پر مهال په دوو بېلابېلو پړاونو کې ۱۱۱۸ افغان بندیان له ایران څخه افغانستان ته لېږدول شوي دي. د نوموړي په وینا، دغه بندیان د سرپرست حکومت او ایراني چارواکو د خبرو په پایله کې افغان لوري ته سپارل شوي. د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولین همداراز زیاتوي، هغه افغان بندیان چې ایران کې د بېلابېلو جرمونو له امله بندیان شوي، افغانستان ته له لېږد وروسته یې ستره محکمه په اړه پرېکړه کوي. بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلۍ عمومي مدیر عليرضا محمودي رسنیو ته ویلي و چې د دغه هېواد په زندانونو کې شپږ زره افغان کډوال بندیان دي.
































