ټاکل شوې، د ۲۰۲۳م کال د بېجينګ کلتوري فورم به د سپتمبر له ۱۴ مې نېټې څخه تر ۱۵ مې نېټې پورې د چين په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شي.
دغه فورم د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د مطبوعاتي چارو څانګې، د بېجينګ ښار ګوندي کمېټې او ښاروالۍ لخوا په ګډه په لاره اچول شوی، چې په بهیر کې به يې پرانيستونکي مراسم او عمومي فورم، پنځه فرعي فورمونه او د ښاريانو يو لړ کلتوري فعاليتونه ترسره شي.
په عمومي فورم کې به يې د مطبوعاتي څانګو مسئولين، کارپوهان، ليکوالان، هنرمندان او د کلتوري برخې غوره کارکوونکي او دغه راز نړیوال سياستوال او د نړيوالو کلتوري ارګانونو مسئولین ګډون ولري او په ترڅ کې به يې د چين د کلتوري پرمختګ څېړنيز راپور په ګډون يو شمېر مهم سندونه خپاره شي او مهم کورني او بهرني مېلمانه به پکې ويناوې ورکړي.































