روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا یوازې ۷۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۲۱ کسان مړه شوي هم دي او دغه راز ۴۲۵ نور بیا بېرته رغېدلي دي. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر یادې وبا ۳۵ زره او ۷۰ کسان اخته، ۱۱۱۵ مړه شوي او ۲۲ زره او ۸۸۱ تنه نور بیا تر رغېدو وروسته بېرته له روغتونونو رخصت شوي دي.
































