د سپتمبر په دوهمه نېټه د ۲۰۲۳م کال د چين د نړيوالې خدمتي سوداګرۍ نندارتون په بېجينګ کې پرانيستل شو. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نوموړي نندارتون د نړيوالې خدمتي سوداګرۍ سرمشریزې ته وينا کې له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه، چې د نړيوالې خدمتي سوداګرۍ له پرمختګ څخه ترلاسه شوي فرصتونه شريک کړي او د نړيوال اقتصاد بیا سمسورولو لپاره په ګډه هڅې وکړي.
خدمتي سوداګري څه ده؟
د سوداګرۍ نړيوال سازمان د تعريف له مخې، په خدمتي سوداګرۍ کې د پولي چارو، ساختماني پروژو، پوسټ او ټرانسپورټ، مخابراتو، ښوونې، سيلانيزو چارو، چاپيريال، روغتيا او ټولنيزو چارو په شمول د ۱۲ برخو خدمتي چارې شاملې دي، دغه خدمتي چارې د خلکو له ژوند سره نېغه اړه لري.
خدمتي چارې د نړيوالې سوداګرۍ برخه ده او په نړيوال اقتصاد کې يې مهم رول لوبوي. د معلوماتو له مخې، خدمتي چارو د نړۍ د توليداتو د عمومي ارزښت ۶۵ سلنه برخه نيولې ده. په پرمختيايي هېوادونو کې دوه پر درېیمه کاري دندې او په پرمختللو هېوادونو کې څلور پر پنځمه کاري دندې له خدمتي چارو څخه برابريږي.

(د ۲۰۲۳م کال د چين د نړيوالې خدمتي سوداګرۍ نندارتون د سپتمبر له ۲مې نېټې څخه تر ۶مې نېټې پورې په بېجينګ کې روان دی.)
د چين اصلاحات او ورخلاصون پر چين او نړۍ کومې اغېزې کړې؟
سږ کال په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون د تطبيق له ۴۵مې کليزې سره برابر دی. د چين دغه اقدام نه يوازې چین ډېر بدل کړی، بلکې پر نړۍ يې هم ژورې اغېزې کړې دي.
د شمېرنې له مخې، چين په تېرو پنځلسو کلونو کې له بهر څخه د ۴۵۰۰ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت خدمتي چارې صادرې کړې، چې د نړۍ د خدمتي چارو وارداتو کې يې ۱۰ اعشاريه ۴ سلنه زياتوالی راوستلی دی. په ۲۰۲۲م کال کې د چين د خدمتي چارو د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت په مسلسلو نهو کلونو کې د نړۍ دوهم ځای نيولی. چين له څه باندې ۲۰۰ هېوادونو او سيمو سره د خدمتي سوداګرۍ راکړې ورکړې لري.

(د سږني نندارتون د جوړېدو ځای؛ په شپه کې د بېجينګ د شوګانګ پارک ښکلې منظرې)
چين د نړيوالې خدمتي سوداګرۍ د نوښت او پرمختګ لپاره ډېرې هڅې کړې، چې د نړيوالې خدمتي سوداګرۍ نندارتون له لاسته راوړنو څخه دی. دغه نندارتون په لومړي ځل په ۲۰۱۲م کال کې جوړ شوی او تر اوسه پورې د ۱۹۶ هېوادونو او سيمو څه باندې ۶۰۰ زرو تصديو او سوداګرو او ۶۰۰ بهرنيو سوداګريزو ټولنو او سازمانونو پکې ګډون کړی دی.

(په نندارتون کې د فيجي عنعنوي موسيقۍ الات نندارې ته وړاندې شوي)
































