د نیمروز د عامې روغتیا ریاست مسوولین د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د دوه نويو روغتیایي مرکزونو د فعالېدو خبر ورکوي. د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس عبدالرحمن عبدالله ویلي، چې د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې دوه روغتیایي مرکزونه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي مرسته جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د عبدالله په وینا، په یادو روغتیایي مرکزونو کې د سراپا، نسایي ولادي، ورځني واکسینونو، تغذیې خدمتونه او رواني ناروغانو ته مشورې ورکول کېږې. ورته مهال د سيمې اوسېدونکي د دغو روغتیايي مرکزونو د فعاليت څخه خوښي ښيي او په روغتیایي برخه کې یې د نورو آسانتیاوو غوښتنه هم کوي.
































