د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال هرات کې یوه خبري کنفرانس ته ویلي، چې یاد وزارت د یونسکو سازمان په مرسته د هرات ولایت د تاریخي سیمو او ابدو د بیارغونې چارې پیلوي. نوموړي ویلي، اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنرمندانو د هنري اثارو د معرفي کولو لپاره په بېلابېلو ولایتونو کې نندارتونونه جوړوي او په بهرنيو هېوادونو کې به هم د نندارتونونو د جوړولو هڅه وکړي.
































