د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د تېر کال په پرتله پاکستان ته د صادراتو کچه ۶۶ میلیونه ډالره راکمه شوې ده. د یاد وزارت مسوولین وايي، چې ډېری صادراتي توکي د ډبرو سکاره، پنبه، تازه او وچې مېوې تشکیلوي. په ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه ټینګار کوي، چې له پاکستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتوالي لپاره اړتیا ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ، سوداګریزې ستونزې حل شي. اخوا د پاکستان دولتي بانک راپور ورکړی، چې د روان میلادي کال په جولای میاشت کې، افغانستان ته د پاکستان صادرات ۳۲ سلنه زیات شوي دي، خو له افغانستان پاکستان ته واردات بیا ۷۶ سلنه کم شوي دي. تر دې وړاندې د صنعت او سواګرۍ وزارت سرپرست ویلي وو ، چې تېر کال پاکستان ته د یو میلیارد او دوه سوه میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي دي.
































