د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په څلورمې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د ايټاليې له مرستيال صدراعظم او خارجه وزير انتونيو تجاني انټونيو تاياني سره ليدلي او په يو لړ مسئلو ورسره غږیدلی دی.
وانګ يي له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې چين او ايټاليا دې د جيوپوليټيکس او نورو ننګونوو او خنډونو پر وړاندې ګډه مقابله وکړي او پر متقابل درناوي، پرانيستې همکارۍ او مساوي خبرو دې ټينګار ولري.
نوموړي ويلي، چې هېواد يې غواړي له ايټاليې سره د دواړو هېوادونو د مشرانو موافقې په ښه توګه پلې کړي، د لوړپوړو چارواکو اړيکې ورسره تقويه او د خپلمنځي دوه اړخيزو اړیکو سياسي بنسټ ورسره ټينګ کړي او دغه راز په لوړې سويې خپلمنځي عملي همکارۍ ورسره پراخې او کلتوري تبادلې ورسره زياتې کړي او خپلمنځي اړيکو ته سالم او دوامدار پرمختګ ورکړي.

انتونيو تجاني تاياني ويلي، چې هېواد يې له چين سره اوږدمهاله او ثابتو اړيکو ته په درنه سترګه ګوري، د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري او غواړي د لوړپوړو چارواکو ترمنځ اړيکې ورسره نږدې او په بېلابېلو برخو کې ورسره خپلمنځي همکارۍ پیاوړې کړي.
نوموړي ويلي، چې نړيوال وضعيت ثابت نه دی، خو له چين سره به يې اړيکې تر منفي اغېزې لاندې رانشي.

































