د کابل _ جلال اباد پر لويه لاره د لغمان په مشالې کمر سيمه کې د ترافيکې پېښې له امله درې تنه مړه شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي. د لغمان امنیتي مسوولینو ویلي، چې دغه پېښه نن سهار د قرغیو ولسوالۍ اړوند د کابل _ جلال اباد پر لاره د سوزکي او مارک اېکس ډوله موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده. د دغې پېښې ټپيان د لغمان ولایتي روغتون ته انتقال شوي دی.
































