د غزنې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي ملاتړ د دغه ولایت په مرکز او دوو ولسوالیو خواجه عمري او اندړو کې د اوبو د مدیریت په برخه کې د ۶۷۷ زره ۴۶۲ امریکایي ډالرو په لګښت د ۳۸ پروژو چارې پیل شوې دي. د غزنې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمد ادریس ویلي، چې د غزني په مرکز او د دې ولایت په خواجه عمري او اندړو ولسوالۍ کې د باراني او سېلابي اوبو د مدیریت په موخه د چکډمونو جوړولو چارې پیل شوې دي. ادریس وویل، چې د دغو پروژو په پلي کولو سره ۶۱۸۵ ځایي اوسیدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
































