د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس خبر ورکړی، چې دغه هېواد تهران ته خپل نوی سفیر استولی دی. دغه اژانس ویلي چې عبدالله بن سعود عنزي به په ایران کې د سعودي نوی سفیر وي. عبدالله بن سعود عنزي پخوان په عمان کې د خپل هېواد سفیر و. په راپور کې راغلي، چې د دغه هېواد مشرانو له ایران سره د دوه اړخیزو اړیکو او ارتباطاتو د پیاوړتیا غوښتنه هم کړې ده. ایران او سعودي عربستان د روان کال په مارچ میاشت کې د چین د منځګړیتوب پایله کې خپلمنځي سیاسي اړیکې له سره ټینګې کړې.
































