د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۲۰۰۰ افغانان هېواد ته را ستانه شوي دي. یاد وزارت پر خپله ټویټر پانه لیکلي چې ۲زره ۲۸۹ افغانان له ایرانه او ۲۳ افغانان چې په پاکستان کې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شول. دغه وزارت نه دي ویلي، چې له ایرانه دغه ډېر شمېر افغانان په خپله خوښه راستانه شوي، که په زور ایستل شوي دي.
































