د کورنیو چارو وزارت وايي، چې نن د ننګرهار ولايت د مومندرې ولسوالۍ په تورخم ښارګوټي کې د افغان اوپاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده. ددغه وزارت په خبره، چې لومړی پاکستاني لوري ډزې کړې دي او افغان ځواکونو یې پر وړاندې بیرته ځوابي غبرګون ښودلی دی. د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د پیښې د رامنځته کېدو د علت په هکله یې پلټنې پیل کړې دي. تر اوسه د ځاني او مالي زیانونو په اړه جزیات نشته.
































