راپورونه وایي چې نن یو ځل بیا د اذربایجاني او ارمنستاني پوله ساتو ترمنځ نښته شوې ده. دواړه لوري یو بل د جګړې پر بیا پیلولو تورنوي. ارمنستاني پوځیانو ادعا کړې ده چې نن سهار وختي یې د اذربایجاني پوځیانو برید په شا تمبولی دی. دوی وایي چې په دې برید کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. بلخوا اذربایجاني چارواکي بیا ارمنستاني پوله ساتي په برید تورنوي او په خبره یې، مقابل لوري ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده. د یادونې ده چې درې ورځې وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ پوله باندې درې ورځنۍ نښته کې د دواړو لوریو ۱۵ سرتېري وژل شوي دي. نړیوالې ټولنې پر یادې پېښې ژوره خواشیني څرګنده کړې او پر دواړو هېوادونو یې د زغم غږ کړی دی.
































