د امریکا د بهرنیو چا وزارت کییف ته د بلېنکن سفر، چې لومړی ځل یې اوکرایني رسنیو خبر ورکړ، نه و اعلان کړی. یو شمېر امریکایي چارواکو اسوشېټېډپرېس آژانس او سي این این تلویزون ته ویلي، چې له کییف څخه د بلېنکن د کتنې هدف دا دی چې د اوکراین د وروستیو درېیو میاشتو تهاجمي عملیاتو ارزونه وکړي او هم له کییف څخه د امریکا د ملاتړ دوام څرګند کړي. دغه چارواکو ویلي، چې بلېنکن به له اوکراین سره د ۱۷۵ میلیون ډالرو نه تر۲۰۰ میلیون ډالرو پورې د نوې پوځې مرستې اعلان وکړي.
































