لویې څارنوالي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د نورم او ستندرد ملي ادارې عمومي رییس په ګډون د دغې ادارې دوه کارکوونکي یې د ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو رشوت اخیستو په تور نیولي دي. خبرپاڼه کاږي چې د یادې ادارې رییس یې د یو تن متشبث د شکایت له امله د سل زره امریکایي ډالرو رشوت اخیستلو پر مهال نیولی دی. لویه څارنوالي وایي چې د نورم او ستندرد ادارې تخنیکي مرستیال او د پروژو مدیر یې هم له نوموړي سره د همکارۍ په تور نیولي او اوسمهال تر څېړنو لاندي دي. لویه څارنوالي وایي چې له یو متشبث څخه اصلي مطالبه ۲۰۰ زره امریکایي ډالره وه چې رییس یې د سل زره هغو اخیستو پر مهال نیول شوی دی.
































