د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار، جلریز او لومړۍ حصه بهسودو ولسوالیو کې د ۱۶۷ پروژو چارې پیل شوې. چارواکي وايي، چې په دغه پروژو کې د کانالونو پاکول، د سړکونو جوړول او دغه راز د کوچنیو پلونو رغول شامل دي، چې ورسره ۵۵۶۸ کسانو ته د کار زمینه هم پکې برابره شوې ده. د میدان وردګو ولایت اوسېدونکي که څه هم له دې پروژو څخه هرکلی کوي، خو غوښتنه کوي چې په دې ولایت کې دې لا ډيرې دې ته ورته پروژې پیل شي.
































