د ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان (سېف د چلډرن)وایي،چې نړیواله ټولنه باید په اوسني وخت کې افغانستان ته شا نه کړي.په افغانستان کې د دې سازمان مشر ارشد ملک ویلي، افغانستان د وچکالۍ پرلهپسې درېیم کال تجربه کوي چې ورسره خوراکي موادو او اوبو ته لاسرسی سخت شوی. سېف د چلډرن ویلي، د هغې سروې له مخې چې دوی د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ترسره کړې، شپږ اویا فیصده ماشومانو ویلي، د تېر کال پرتله یې خوراکي مواد کم شوي دي.دغه سازمان زیاته کړې ده، نړیواله ټولنه باید په بروکسل کې د افغانستان په اړه د راتلونکې اوونۍ غونډه کې له افغانستان سره د بشري وضعیت په ښه کېدو کې عملي ژمنې وکړي.

































