د پاکستان حکومت د کاناډا د حکومت په غوښتنه دغه هېواد ته د ۶ زره افغانانو د لېږلو پلان تصویب کړ.د پاکستان حکومت وايي، چې دا ۶ زره هغه افغانان دي چې اوس په پاکستان کې اوسي او د کال تر پایه به کاناډا ته ولېږل شي.د کاناډا د حکومت له پلان سره سم، کاناډا ته د شپږ زره افغانانو د انتقال لګښت او د هر کس په سر د خروج ۳۰ ډالره به د کاناډا سفارت ورکړي.د کاناډا سفارت به همداراز د هغو افغانانو جریمه هم پرې کړي چې په پاکستان کې د ویزې له خلاصېدو وروسته په دغه هېواد کې پاتې شوي دي.
































