پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره کتلي دي. د کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې پر حالاتو خبرې اترې شوې دي. د سرچینې په خبره، چې کرزي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ټينګښت مهم بللی او زیاته کړې یې ده، چې ښې اړیکې د دواړو ګاونډیو هېوادونو په ګټه دي.
































