د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر په کابل کې د پاکستان د سفارت له سرپرست عبیدالرحمن نظاماني سره په کتنه کې له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو ترانزیټي ستونزې هوارې کړي. د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د پاکستان سفارت له سرپرست عبیدالرحمن نظاماني سره کتنه کې د پاکستان د کراچۍ بندر کې د هېواد د سوداګرو ستونزې او اندېښنې شریکې کړې. هغه د افغان سوداګرو د ترانزیتي اموالو په اړه چې د پاکستان د جمهوري ریاست په حساس لېست کې دي او د کراچۍ په بندر کې ځنډیږي خبرې کړې او د پاکستان د سفارت له سرپرست څخه یې غوښتي، چې په دې اړه څېړنه وکړي او دا ستونزه حل کړي. ورته مهال عبیدالرحمن نظاماني ډاډ ورکړی، چې د افغان چارواکو او د دغه هېواد د سوداګرو اندېښنې به ژر تر ژره د دغه هېواد له چارواکو سره شریکې کړي، څو د حل لاره ورته ولټول شي.
































