په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ له نښتې وروسته، د سوداګرۍ او پانګونې خونه له سرپرست حکومته غواړي، چې په یاده سیمه کې د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره سمدستي لاس پکار شي. له دې سره سم د کرنې او مالدارۍ خونه هم وايي، هغه کرنیز محصولات چې په ډېر کم وخت کې باید مقصد ځای ته ورسېږي، خو په تورخم کې د رامنځته شوي وضعیت له امله هملته بند پاتې دي. دغه خونه له سرپرست حکومته غواړي، چې نورو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتي سوداګریزو توکو د لېږد په موخه، د هوايي دهلېز او د ایران د بندر عباس په څېر بدیلې لارې ومومي. له دې ټولو سره سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت افغان سوداګرو ته ډاډ ورکوي، چې په تورخم کې د رامنځته شوې ستونزې د حل او د دواړو هېوادونو تر منځ، د سوداګریزې راکړې ورکړې د عادي کېدو لپاره هڅې روانې دي. په تورخم بندر کې د چهارشنبې په ورځ له نښتې وروسته دغه لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده.
































