د بې پولې ډاکترانو ټولنه وايي، افغانستان کې میندو او نوزېږدو ماشومانو ته د روغتیايي خدماتو رسول حیاتي اهمیت لري. د دې ټولنې د افغانستان څانګې پرون پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي، میندو او نوزېږدو ماشومانو د مړینو او ناروغیو کمول، په افغانستان کې د دوی مهم ماموریت دی. د بې پولې ډاکترانو ټولنه وايي په ۲۰۲۲م کال کې د دوی روغتیايي ډلو له ۴۲زره ۸۰۰ زېږونونو سره مرسته کړې، چې په دې ډله کې ۲۱۱۰ زېږونونه د جراحۍ عملیاتو په مرسته شوي دي. د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې خلک شکایت کوي، چې له لسیزو راهیسې وړ روغتیايي خدمات نه وررسېږي.
































