یونسیف موسسه افغانستان کې له ایران او پاکستان سره پر ګډو پولو د ماشومانو لپاره د روغتیايي اسانتیاوو په موخه سرپناوې جوړوي. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، د یونیسف د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق له رییس سره په کتنه کې، د دغې ادارې د فعالیتونو قدرداني کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان اوس له یوې اوږدې جګړې راوتلی او د دې وخت رارسېدلی چې نړیواله ټولنه او ملګري هېوادونه، د روغتیا، پوهنې د اوبو د بندونو جوړولو او په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخو کې له افغانانو سره مرسته وکړي. ورته مهال د یونسیف رییس ویلي، چې د نړیوالې ټولنې او نړیوال بانک په همکارۍ به سږ کال هم د شلو میلیونو ماشومانو لپاره د روغتیا، ښوونې روزنې او د څښاک پاکو اوبو برابرولو په برخو کې خپلو خدمتوتونو ته دوام ورکړي.
































