د پکتیکا ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست له لوري په ګیان ولسوالۍ کې د ګرومایټ ډبرو کان د استخراج چارې پیل شوې، چې د پنځو کالو په موده کې به ۹۰ زره ټنه کرومایټ استخراجوي. په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د پکتیکا والي فیض الله جمال حقاني ویلي، چې پکتیکا د کانونو په برخه کې زیاتې زېرمې لري او د سرپرست حکومت مسوولین دې ته ژمن دي، چې د هېواد د بهبود او آبادۍ لپاره ترې ګټه واخلي او چارې به یې وخت پر وخت پیل کېږي. ورته مهال د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم رییس نظر ګل صیاد وویل، چې د اړوند وزارت د هوکړه لیک پر اساس د کرومایټ دغه کان د پېټرا راک یا هم د کانونو د استخراج پروسس شرکت ته د ۶۷ میلیونه افغانیو په ارزښت په قرار داد ورکړل شوی، چې له یادو ۶۷ میلیونو افغانیو څخه به ۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت په یاده سیمه کې پروژې پلې کېږي. صیاد وویل، یاد شرکت به د ۵ کالونو په لړ کې ۹۰ زره ټنه کرومایټ استخراجوي، چې په یو ټن به ۱۵ زره ۱۰۰ افغانۍ د دولت عوایدو ته ورکوي.
































