د استراليا لومړي وزير انټوني البېنزي ويلي، چې په روان کال کې به له چين څخه لېدنه وکړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د سپتمبر په ۷مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې د استراليا لومړی وزير انټوني البېنزي د چين د صدراعظم لي چيانګ په بلنې له بېجينګ څخه لېدنه کوي.
د نوموړې په خبره چين د لومړي وزير انټوني البېنزي د ياد سفر هرکلی کوي او هيله لري چې له استراليا سره د چمتووالي لپاره ګډ کار وکړي.
ماو نينګ باور ښودلی، چې د چين او استراليا سالمې او ثابتې اړيکې د دواړو هېوادونو د خلکو له اصلي ګټو سره سمون لري او د اسيا ارام سمندر سيمې او د نړۍ د سولې، ثبات، پرمختګ او سمسورتيا لپاره ګټورې دي.































