طالبان وايي امريکايي ځواکونو هلمند، غزني او زابل ولايتونو کې د بې پيلوټه الوتکې بريدونه کړي چې دا د سولې له هوکړې څخه سرغړونه ده. د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين وايي دغه بریدونه په غیر جنګي سیمو کې شوي چې دوی ته د منلو وړ نه دي او غندي يې. په همدې حال کې بیا امریکايي نظامي قوماندانان طالبان د تاوتریخوالي په زیاتولو تورنوي. د امریکا یوه لوړپوړي نظامي چارواکي ویلي چې طالبانو په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتولو سره د سولې له تړون څخه سرغړونه کړې ده. د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کینت مک کینزي ویلي چې طالبانو د دوحې د سولې له تړون وروسته په افغانستان کې پر امریکايي او ایتلافي ځواکونو خپل بریدونه بند کړي خو د بل هر وخت په پرتله یې پر افغان ځواکونو بریدونه زیات کړي دي.
































