د چین صدراعظم لي چيانګ د سپتمبر په ۷مې نېټې د اندونيزيا په پلازمينې جاکارتا کې د ختيځې اسيا د مشرانو د يو لړ همکاريزو غونډو په څنډې کې د کوریا جمهوریت(جنوبي کوريا) له ولسمشر یون سیوک یوول سره کتلي دي.
لي چيانګ له نوموړي سره په لېدنې کې باور ښودلی، چې چين او کوریا جمهوریت به د دواړو مشرانو مهم توافقات جدي تطبیق او متقابل باور به نور هم ټینګ کړي، له ناوړو اغېزو څخه به په وخت تېر شي او د خپلمنځي اړيکو پرمختګ ته به وده ورکړي، د دواړو هېوادونو خلکو ته به ښې ګټې ورسوي او ځايي او سيمه ييزه سوله او ثبات، پرمختګ او سمسورتيا به په خوځښت راولي.
نوموړي ويلي، چين تل د کوريا جمهوريت او ډيموکراتيکې کوريا ترمنځ د روغې جوړې او همکاريو د پياوړتيا او د سولې او ثبات د ساتلو ملاتړ کړی او په دې اړه به خپلو کوښښونو ته دوام ورکړي.
يون سيوک يوول ويلي، چې هېواد به یې له چين سره تبادلې زياتې کړي، د اقتصاد، سوداګرۍ، کلتور او انساني تګ راتګ په برخو کې به ورسره همکارۍ زياتې او څواړخيزه او ازاده سوداګري به عملي کړي او د کوريا جمهوريت د ثابت او سالم پرمختګ لپاره به هڅې وکړي او د نړۍ سولې او سمسورتيا ته به وده ورکړي.
نوموړي ويلي، کوريا جمهوريت غواړي له چين سره همغږي پياوړې او د کوريا جمهوريت، چين او جاپان ترمنځ درې اړخيزو همکاريو ته وده ورکړي.
































