ټاکل شوې نږدې راتلونکي کې، د سوداګرۍ او پانګونې خونې یو پلاوی له یو شمېر سوداګرو سره یوځای جاپان ته سفر وکړي. بل لور ته د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال وايي، چې په کابل کې یې د جاپان له سفیر سره په لیدنه کې، د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا او راکړې ورکړې د زیاتوالي په اړه خبرې کړې دي. ورته مهال یو شمېر سوداګر وايي، چې باید له جاپان سره سوداګریزې ستونزې حل شي، څو د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه لوړه شي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ورکړل شویو معلوماتو له مخې له چاپان سره هرکال څه باندې سل میلیونه ډالره راکړه ورکړه کېږي، چې له جاپانه د وارداتو ډيری برخه الکترونیکي وسایل دي.
































