د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، دوی له بېځایه شویو او زیانمنو افغان مېرمنو سره د سواد په زدهکړه کې مرسته کوي. د دې ادارې د افغانستان څانګې نن د سواد نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دوی هڅه کوي بېځایه شوې افغان مېرمنې د لیک لوست مهارتونه زده او پر ځان باور ترلاسه کړي. نن د سپټمبر میاشتې اتمه د سواد نړیواله ورځ ده او له ۱۹۶۷م کال راهیسې هر کال د سواد د ودې او پراختیا لپاره په بېلابېلو شعارونو سره نمانځل کېږي.
































