د ننګرهار د دوربابا ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، پاکستان د څڅوبي په زرۍ سیمه کې دوه نیم کیلو متره د افغانستان خاورې ته مخکې راغلی او هلته یې د قیمتي ډبرو کان په استخراج لاس پورې کړی دی. په ورته مهال د ننګرهار د ولایتي شورا غړي وايي، چې د ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کې د پاکستان د تحرکاتو په وړاندې د حکومت چوپتیا پوښتنې پيدا کړې دي. دوی وايي داسې ښکاري چې افغان حکومت پر ډېورنډ کرښه له پاکستان سره معامله کړې ده. د ننګرهار د دوربابا ولسوالۍ په څڅوبي سیمه کې د پاکستان د مخکې راتګ په اړه اندېښنې داسې مهال دي، چې تر دې مخکې هم پاکستاني ځواکونو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ګڼ تحرکات تر سره کړي خو حکومت یې پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.
































