د پکتیکا ولایت د ټولکټو چارو ریاست له مرکز ښرنې تر مټاخان ولسوالۍ پورې د ١١ کیلو متره سړک د داغګيرۍ چارې پیل شوې. د یاد سړک د پرانېستيلو پرمهال د پکتیکا والي فیض الله جمال وویل، چې د ټولګټو چارو ریاست په مالي ملاتړ له مرکز ښرنې نه تر مټاخان ولسوالۍ پورې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ١١ کیلو متره سړک د داغګیرۍ چارۍ پیل شوې، چې له دريو نه تر څلور میاشتو پورې به یې کارونه بشپړ شي. د یاد ولایت د ټولګټو چارو رییس محمد اکبر عادل وویل، یو ځل مخکې د بل قراردادي شرکت له لوري یې چارې پیل شوې وې، خو د بې کیفیته موادو او د ناسم کار له امله یې چارې وځنډېدې، چې دغه شرکت به یې د هوکړه لیک سره سم ټولې چارې په منظم ډول مخکې وړي. بل لور ته موټر چلوونکي خوښ دي، چې د یاد سړک د داغګیرۍ چارۍ پیل شوې.
































