د نړۍ د شلو صنعتي هېوادنو سرمشریزه نن د هند په پلازمېنې نوې ډیلي کې پرانیستل کېږي. په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره د امریکا د ولسمشر جوبایډن په شمول یو شمېر مشران پرون ډیلي رسېدلي دي. د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف په مشرۍ پلاوی ورلېږلی او د چین د پلاوي مشري د دغه هېواد صدراعظم لي یانګ کوي. د جي شل یا د شلو سترو صنعتي هېوادونو په سرمشریزه کې به د نړۍ پر اقتصادي وضعیت او اقلیمي تغییر ډېر تمرکز وشي.
































